"د لويي جرګې لپاره د استازو د نوم لیکنې بهیر چټک شوى"

د لویي جرګې د جوړولو کمیسیون وایي، چې نن هم د دې جرګې لپاره د استازو د نوم لیکنې بهیر په پوره زور سره پرمخ روان وو او زیات شمېر خلکو خپل نومونه لیکلي.

د دې کمیسیون ویاندې میرمن صدیقي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په هغو کسانو، چې خپل نومونه یي لیکلي زیات شمېر ښځې او هغه کسان هم شامل دي، چې له بهرنیو هېوادونو څخه راغلي.

دې هیله څرګنده کړه، چې دا بهیر به سبا بشپړ شي.

دا مرکه په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مهمند کړې، چې د همدې پاڼې په کیڼ اړه کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ