د افغان حکومت مخالف سیاسي ایتلاف تغییراوامید نن اعلان وکړ چې په دودیزه لویه جرګه کې برخه نه اخلي.
د دې ایتلاف مشر ډاکټرعبدالله عبدالله نن په کابل کې د خپلو پلویانو او یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو په غونډه کې د دې جرګې په اجنډا شک څرګند کړ او ویي ویل چې د دې جرګې پریکړې دوي ته د منلو وړ نه دي:
ده څرګنده کړه، چې دا جرګه د ځینو نورو سیاسي اهدافو لپاره جوړیږي او د جرګې ګډونوال نه شي کولای چې د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب وکړي.
دوي یو پریکړه لیک هم خپور کړ، چې په کې دا دودیزه لویه جرګه غیر قانوني بلل شوې او له ملي او نړېوالو سازمانو څخه غوښتل شوي چې د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي.