د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي، چې په افغانستان کې بې روزګاره خلکو ته په فني او حرفوي برخو کې روزنه ورکړي او کارونه ورته پیدا کړي.
د دې وزارت چارواکو نن هم له یوې خصوصي موسسې سره په کونړ ولایت کې د یوسلو پنځه شپیته کسانو د حرفوي زده کړو په برخه کې د نږدې څلورمیلیونه افغانیو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړ.
د کاراو ټولنیزو چارو وزیرې امنې افضلي څرګنده کړه، چې د دې ډول پروژو له عملي کېدو سره په افغانستان کې بې روزګارو خلکو ته ښې کاري زمینې برابریږي او فقر او بیوزلي به یي له منځه ولاړه شي.