عرب ليګ يا عربي ټولنې پرون د رايې اچونې په نتيجه کې له سوريې سره تر هغو ټولې غونډې وځنډولې چې دمشق پر حکومت ضد مظاهره چيانو د خونړېو فشارونو د بندولو لپاره کړې موافقه عملي کړې نه وي.
دې ټولنې په هغه بيان کې چې د قطر صدراعظم حمد بن جاسم الثاني پرون ولوست ويلي، د غونډو د ځنډولو دغه پلان به له چهارشنبې عملي شي. عرب ليګ له دمشق څخه د عربي هيوادونو د سفيرانو د ايستلو غوښتنه هم کړې ده.
الثاني وويل 18 هېوادونو پرونۍ پرېکړه ومنله، خو لبنان، يمن او سوريې مخالفې او عراق سپينه رايه ورکړه.
په عرب ليګ کې د سوريې استازي يوسف احمد وويل، د دمشق په وړاندې دغه رايه ورکول د عرب ليګ د اصولو سرغړونه ده او څرګنده يې کړه چې دغه ټولنه لوېديځه او امريکايي اجنډا ته کار کوي.