د ولسي جرګې یو شمیر غړو په داسې حال کې یو ځل بیا له لویې جرګې سره خپل مخالفت څرګند کړ، چې د دې جرګې له ۱۸۰ څخه ډیرو وکیلانو په هغې کې د ګډون لپاره خپل نومونه لیکلي دي.
د ولسي جرګې د نن ورځې په غونډه کې یو شمېر غړو دا لویه جرګه د اساسي قانون پر خلاف وبلله او ویې ویل، چې دوی په کې ګډون نه کوي.
ولسي جرګې په دې اړه یوه مصوبه هم خپره کړې وه، د جرګې د لومړي مرستیال خالد پښتون په وینا د دې پرخلاف یو زیات شمېر وکیلانو په جرګه کې د ګډون لپاره اقدام کړی دی.
ټاکل شوې دا لویه جرګه، چې په کې د افغانستان او امریکا ترمنځ پر ستراتیژیکو اړیکو مشوره کیږي، د روانۍ اونۍ په پای کې پرانستلې شي.