ترکیه: د بېړۍ یرغمل کوونکي ووژل شو

ترکي چارواکي وایي، کومانډو ځواکونو په یرغمل شوې بیړۍ حمله وکړه او تښتونکی یې وواژه.

چارواکو ویلي، سهار وختې د اسټانبول ښار ساحل ته نږدې په یرغمل شوې کوچنۍ بیړۍ باندې د حملې پر مهال اتلس تنو سپرلیو او عملې ته زیان نه دی اوښتی.

د اسټانبول والي حسین افني موتلو وایي، چارواکي باورلري، چې د بیړۍ یرغمل کوونکی د کردستان د کارګر ګوند غړی و.

موتلو وایي، یرغمل کوونکي ویلي وو، چې بم ورسره دی، دا مهال چارواکي د دې ادعا د څرنګوالي په لټه کې دي.

ترکي چارواکو د جمعې په ورځ ویلي وو، د کردستان د کارګر ګوند پنځو تنو یرغمل کوونکو د ″کارتیپي″ په نامه بیړۍ چې د ترکیې له ایزمیت بندر څخه استانبول ته روانه وه، یرغمل کړیده.

د کردستان کارګر ګوند د ترکیې په جنوب ختیځ کې د یوه خپلواک دولت د جوړولو لپاره مبارزه کوي او په دې وروستیو کې یې په ترکي ځواکونو حملې زیاتې کړي دي.

د ترکیې هوایي او ځمکنیو ځواکونو هم په ګاونډې هیواد، عراق کې د کردي یاغیانو په سنګرونو حملې او بمبارۍ کړي دي.