د ملګرو ملتونو امنیت شوری نن غونډه کوي او په هغه راپور به غور وکړي چې وایي، د ملګرو ملتونو د غړیتوب کمیټې ونه شو کړای په دغه سازمان کې د فلسطینې ادارې د غړیتوب وړاندیز وکړې.
د ملګرو ملتونو د غړیتوب کمیټې د سپتمیرمیاشتې راهیسي چې د فلسطینې ادارې مشر محمود عباس په دې سازمان کې د غړیتوب رسمي غوښتنه کړې وه، د تړلو دروازو تر شا څو غونډې کړې او خپل نظر یي څرګند کړې دی.
فلسطیني چارواکو د اوونۍ په سر کې ویلي، وو، دوي ممکن د امنیت شوری د پنځلسو دائیمي غړیو، نهه ضروررې رايي تر لاسه نه کړاې شي.
فرانسې او انګلستان په ډاګه ویلې و چي دوي به د فلسطین په غړیتوب رايي ورنه کړي.
د امریکا متحده ایالاتو ګواښ کړی و چي د فلسطین د غړیتوب پریکړه به ویتو کړي. دغه راز زیات احتمال لري چي جرمني، بوسنیا، کولمبیا او پرتګال هم راي ورنکړې.
د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي، روسیه، چین، هند، لبنان او برازیل ممکن د فلسطین د غړیتوب په ملاتړ راي ورکړې. د نایجریا او ګابون دریځ تر اوسه ندی څرګند شوی.