په چین کې ۱۹تنه معدنچیان مړه شول

د چین رسنیو راپور ورکړ، چې نن نولس تنه معدنچیان د دغه هېواد د جنوب لوېدیځ په یونان ایالت کې د ګازو د لیک کېدو یا خپرېدو له کبله مړه شول.

د چین دولتي خبري اژانس شینهوا وویل، دا پېښه کوجینګ ښار ته نژدې د سیژوانګ د سکرو په کان کې وشوه.

شاوخوا سل تنه ژغورونکي،دېرش تنه د اطفاییې عمله او درې سوه طبي کارکوونکي هلې ځلې کوي چې ۲۴ تنه نور بند پاتې شوي کارګر وژغوري.

تېره میاشت د چین په مرکزي برخه کې په یوه بله پېښه کې اته تنه ووژل شول.