د خوست امنیتي مسوولین وایي، چې تیره شپه ایتلافي ځواکونو په یعقوبیو او باک ولسوالیو کې دوه تنو ماین خښوونکي نیولي دي.
دغه کسان په داسې حال کې د بهرنیو ځواکونو تر هوایي حملې لاندې راغلل، چې په یوې لوی لارې یي ماینونه خښول.
د چارواکو په وینا په حمله کې دغه کسان ټپیان شوي، چې په همدې حالت کې نیول شوي.
د خوست د امنیه قوماندانۍ د رسنیو څانګې مسوول سمونوال زیارت ګل اژانس وایي، چې په همدې شپه ایتلافي ځواکونو د یعقوبۍ په ولسوالۍ کې اوه تنه ځایي اوسیدونکي له طالبانو سره د تړاو په تور نیولي او له ځان سره یي وړي دي،خو طالبانو تر اوسه د دې دواړو پېښو په هکله څه نه دي ویلي.