لګارډ: د نړۍ اقتصاد یوخطرناک پړاو ته داخل شوی دی

د نړیوال وجهي صندوق مشرې ″کریسټین لګارډ″ نن وویل، نړۍ د مالي بې ثباتۍ یوې خطرناکې مرحلې ته داخله شوې او له اسیایي هیوادونو څخه یې وغوښتل چې خیال دي وساتي.

لګارډ په پیکنګ کې نړیوالې مالې غونډې ته د خپرو پر مهال وویل:

“موږ باور لرو، چې د نړۍ اقتصاد یوخطرناک او نامعلوم پړاو ته داخل شوی دی. د واقعي اقتصاد او مالي سکتور تر منځ تضاد دایمې شوی، بې روزګاري چې ما یې د امریکا د متحده ایالاتو سره په تړاو یادونه وکړه، په ریښتیا هم چې کمه شوې نه ده او د نه منلو وړ جګ حالت ته رسیدلې ده.”

د نړیوال وجهي صندوق مشرې آسیایي هیوادو ته خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه، له روانو ستونزو څخه چې د ایرو ساحې هیوادونه ورسره لاس او ګریوان دي، دوی هم په امن کې نه شي پاته کیدای.

تمه ده، چې کریسټین لګارډ به له چینیایي مشرانو سره په کتنو کې د اروپایي اتحادیي د پورونو او مالي ضمانت په پروګرام کې د چین د ونډې په مسالې هم خبرې وکړي.