برلوسکوني: که له وخته مخکې ټاکنې وشي ګډون په کې نه کوم

د ایټالیا صدراعظم سلویو برلوسکونې وایي، که په ایټالیا کې له وخته مخکي انتخابات وشي، دی به پکي ونه دریږي.

برلوسکوني د سې شنبې په ورځ ژمنه کړې وه، کله چې پارلمان د ایرو ساحې بحران ته د ایټالیا د داخلیدو د مخنیوي په مقصد، د بودجې بدلونونه تصویب کړي، نو دی به استعفی وکړې.

تمه ده، چې د ایټالیا د پارلمان دواړه مجلسونه په راتلونکو څو اونیو کې د بودجې بدلونونه تصویب کړي.

د ایټالیا جمهور رییس جورجیو ناپولیتانو ویلي، د نویو سختو مالي مقرراتو له تصویب وروسته به له سیاسي ګوندونو سره خبرې پیل کړي.

برلوسکوني او ښی اړخی ګوند یې له وخته مخکې انتخابات غواړي، خو مخالفو ګوندونو یا اپوزوسیون د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو غږ کړی دی.

په ایټالیا کې د دغه سیاسي نامعلوم حالت له وجې په نړیوالو بازارونو کې د دې هېواد د پورونو اخیستلو نرخ پورته شو.