د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څارنې د ادارې په یوه نوي راپور کې راغلي چې ایران د اټمي وسلې پر جوړولو کار کړي او په دې ارتباط یې څیړنې او تجربې هم کړي دي.
د فرانسې خبري اژانس راپور ورکوي، چې د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر، یوکیا امانو ویلي، لاس ته راغلي اطلاعات دا ښیي، چې ایران د اټمي انفجاري موادو د پراختیا په ارتباط فعالیتونه تر سره کړي دي.
په راپور کې راغلي، د ایران ځيني اټمي فعالیتونه سوله ایزهدف لري، خو د دې هیواد ځیني نور اټمي فعالیتونه په ځانګړې توګه د اټمي وسلې د جوړولو په هدف تر سره کیږي.
د نړیوالې اټمي انرژۍ د اداري په راپور کې راغلي ممکنه ده، چې د تهران دا فعالیتونه تر اوسه هم جریان ولري.
د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد چې د دولتي تلویزیون له لارې یې وینا کوله وویل، د اټمي انرژۍ د څارنې د ادارې مشر، یوکیانا امانو، هغه کاغذونه اخلي، چې د امریکايي چارواکو له خوا ده ته ورکول کیږي.
هغه بیا په دې ټینګار وکړ، چې د هېواد اټمې فعالیتونه یې د سوله ایزو هدفونو لپاره دي.
د دې راپور خپریدو روسیه قهرجنه کړې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه خپره کړی، چې په کې راغلي د دې راپور خپریدل به تهران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادنو تر منځ اړیکې لا خرابې کړي.
بله خوا د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دې راپور د مطالعې لپاره ډیر وخت ته اړتیا ده.
د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولانډ په دې اړه سمدستي د کومې تبصرې له کولو ډه ډه وکړه.