د منځني ختیځ د څلور اړخیزو خبرو استازي به راتلونکې اونۍ په جلا جلا توګه له اسراییل او فلسطین سره خبري کوي، څو دوی دې ته وهڅوي، چې د امنیت او د دواړ د قلمرو په اړه خپلې طرحې برابرې کړي.
په څلور اړخیزو خبرو کې متحد ایالات، روسیه، ملګري ملتونه او اورپايي اتحادیه شامله ده. د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولانډ پرون وویل، څلور اړخیزې خبرې به هغه ضرب الااجل ته پاتې وي، چې له مخې یې دواړه خواوې باید د امنیت او قلمرو په اړه د درې میاشتو په موده کې جامع طرحې برابر کړي.
د څلور اړخیزو خبرو د وړاندیز له مخې چې د سپټمبر په درویشمه وړاندې شوی و، ټاکل شوې وه، چې دواړه خواووې تر هغې یوه میاشت وروسته مستقیمې خبرې وکړي، خو دا کار هېڅ نه دی تر سره شوی.