راپورونه وايي، د ملي اردو یوه عسکر نن د پکیتا په مرکز ګردیز کې په ملکي کسانو ډزې کړي، یوه څلور کلنه ماشومه یې وژلې او دوه نور کسان یې ټپیان کړي دي.
د پکتیا د والي مرستیال عبدالرحمن منګل پيښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې په ګردیز کې ۲۰۳ تندر قول اردو دغه عسکر نیول شوی او تحقیقات ترې روان دي.
د راپورونو له مخې په پیښه کې د پکیتا د پوهنتون یو استاد ټپي شوی، یوه څلور کلنه لور یې وژل شوې او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.
د ډاکتر عاطف په نوم دغه استاد ازادي راډیو ته وویل، دوی په موټر کې د اخترمبارکۍ لپاره چېرته روان وو، چې د ملي اردو عسکر پرې ډزې وکړې.
تراوسه پورې د پیښې د انګیزې په اړه څه نه دي ویل شوي. خو پخوا تردې ډیر کله افغان او نړیوالو عسکرو په ملکي خلکو د برید کوونکي په ګمان ډزې کړي دي.