اختر او ځينې ناوړه دودونه- د لړم ١٧مه

د اختر ورځې د خوښۍ او دوستانو سره د تګ راتګ ورځی دي ، په دې ورځوکې ټولوته پکار دئ چې کینه ، خفګان ، او ګیلې له زړونو لرې کړي ، خپلوانو اودوستانوته ورشي ، اختر مبارکي وکړي او د هغوی له احوال نه ځان خبر کړي ، خو ځینې کسان بیا وایي چې که یې خپلوان او دوستان د دوی کورته رانه شي نو دوی هم نه ورځي بیا هماغه وي چې ګیلې رامنځته کیږي .

ځینې کسان بیا دا عادت لري چې کله یې د اخترپه ورځ هم خپلوان کورته ورشي نو بیا یې په زور ستنوي ،د غزني اوسیدونکی رحمت اله وایي چې د همدې لپاره د خپل دوست کورته نه ورځي ، ځکه هغه نوروخپلوانوته هم باید ورشي که ټول وخت په یوه کورکې تیرکړي نور ورنه پاتې کیږي

درنو دوستانو!

په کلیو او بانډوکې ماشومان سره ټولیږي په ګډه د کلي هر کورته ورځي او اخترمبارکي غواړي ، کلیوال بیا په اخترمبارکي کې معمولآ وچه میوه ورکوي ، خوپه ښارنوکې بیا دا دود کم دئ ځکه چې خلک یو تر بله دومره نه سره پیژني ماشومان له مشرانوسره د خپلوانوکورونوته ورځي اوپه اخترمبارکي کې هم ډیر کسان پیسې ورکوي

د پروګرام جوړوونکې: فرشته مرسل

دغه پروګرام په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ