د عربي ټولنې یاعرب لیګ عمومي منشي نبیل العربي پر سوریې غږ وکړ چې د دې ټولنې پرهغه وړاندې شوي پلان دې عمل وکړي چې په هېواد کې تاوتریخوالی پای ته رسوي او خبرداری یې ورکړ چې که چیرې دغه پلان ناکامیږی ډیر خطرناک عواقب به له ځان سره ولري.
العربي دغه راز په دغه پلان کې شاملو ټولو خواو ته چې تراوسه یې پرموادو عمل ندی کړی خبرداری ورکړ. دغه پلان له حکومته غواړي چې له واټونو خپل پوځیان لیرې کړي، ټول سیاسي بندیان خوشې کړي او له مخالفانو سره خبرې وکړي.
د بشري حقونو فعالان وایي چې د عربي ټولنې د سولې له پلان سره سره، د امنیتي ځواکونو له خوا د مظاهر چیانو ځپل دوام لري اوپرون هم حکومتي عسکرو ۷ تنه مظاهره چیان ووژل.
په عین حال کې دمشق مخالفانو ته د واشنګټن هغه مشوره وغندله چي وایي، د حکومت د عمومي بخښنې پر اساس دي حکومتې چارواکو ته ځانونه نه تسلیموي او واشنګټن یې د هیواد په کورنیو چارو کې په ښکاره لاس وهنې تورن کړ.