په یمن کې د القاعده شبکې ۴ تنه غړي وژل شوي

د یمن امنیتي ځواکونو د هیواد په جنوبې ښار ″زینیجبار″ کې د القاعده شبکې مربوط لږ ترلږه ۴ تنه وسله وال وژلي دي.

سیمه يیزو خبرې رسنیو ویلي، عسکرو د ښار په لمنو کې د وسله والو په سنګرونو بمبارۍ کړي دي.

د تېرې مې میاشتې راهیسې د یمن پوځ په جنوبې ولایت ″ابیان″ کې د القاعده شبکې سره د تړلو مشکوکو وسله والو د ټکولو لپاره عملیات کوي.