د ناټو عمومي منشي وايي، چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو وروستي بریدونه نمایشي دي او مخالفین په دې بریدونو سره نه شي کولای پر ځانګړو سیمو ولکه ټینګه کړي.
اندرېس فوګ رسموسېن چې پرون په بروکسل کې خبرې کولې وویل، طالبان، له خپلو وروستیو حملو سره سره کمزوري شوي دي.
رسموسېن همداراز وویل، چې ناټو به د حقاني ډلې پرضد پوځي فشار ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې سیاسي حل ته د رسېدو لپاره د حقاني شبکې په څېر د ډلو پرضد پوځي فشارونه ضرور دي څو دوی ته له خبرواترو پرته بله لاره پاتې نه شي.