کابل:په سلګونو کیلوګرامه نشه يي توکي نیول شوي

د کابل د امنیه قوماندانۍ پولیس وایي، چې په کابل ښار کې یې سلګونه کیلو ګرامه نشه یي توکي نیولي دي.

د امنیه قوماندانۍ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې پولیسو په دې وروستیو کې په کابل ښار کې پنځه سوه اتیا کیلو ګرامه هیروین او لس کیلو ګرامه چرس نیولي دي.

په اعلامیه کې همداراز راغلي، چی پولیسو د دی ترڅنګ، لسګونه لیتره الکولي مشروبات نیولي دي، چې د دې ټولو موادو په تور یې دولس مشکوک کسان هم نیولي دي.