په کابل او هرات کې ۲ وسله وال وژل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د پولیسو او ملي اردو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې یې، دوه وسله وال وژلي او یو بل یې ټپی دی.

د کورنیو چارو وزارت وایي، چی دا عملیات یې، په تیرو څلور ویشت ساعتونو کې په کابل او هرات ولایتونو کې کړي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.