ولسمشر حامد کرزی وايي، افغانستان نه شي کولی د سولې لپاره له ځان وژونکو سره خبرې وکړي.
ښاغلي کرزي دا څرګندوني تیره ورځ د ترکیې په اسټانبول کې د کوربه هیواد د جمهور رییس په منځګړتوب له خپل پاکستاني سیال سره تر کتنې وروسته وکړې.
نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې تر څو د طالبانو ادرس معلوم شوي نه وي، د سولې هر ډول خبرې اتري به په مستقیمه له پاکستان سره کوي.
د ترکیې د ولسمشر په وینا د پاکستان جمهور ریيس په دې خبرو کې موافقه وکړه، چې د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر د ترور په قضیه کې له کابل سره لازمه همکاري وکړي.
ټاکل شوې، چې نن په اسټانبول کې د افغانستان په اړه مهم نړیوال کانفرانس جوړ شي، چې د ګڼ شمیر مهمو هېوادونو استازي به په کې ګډون وکړي.