ملګرو ملتونو پر نړیواله ټولنه غږ کړی، چې د لیبیا له وروستي جګړې څخه د پاتې شوو پروسنل ضد ماینونو او مهماتو د ګواښ په وړاندې په بیړه عمل وکړي.
په لیبیا کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د ادارې مشر مکس ډیک تیره ورځ وویل، د نا چاودیدولو ماینونو د لرې کولو لپاره باید عاجل اقدامات وشي.
خو راپورونه وايي، چې د لیبیا انتقالي حکومت د مالي ستونزې له امله په دې اړه د څه کولو توان نه لري.
په لیبیا کې د زیات شمر نا چاودیدلو مهماتو موجودیت په دغه هیواد کې د وژل شوي مشر معمر القذافي د رژیم د ړنګولو په هدف د ناټو د هوايي بریدونو له امله دی.
د دغو حملو په ترڅ کې د مهماتو او چاودیدونکو موادو شاوخوا څلور سوه ډیپوګاني په نښه شوي دي.