"د کندهار امنیتي مسولیت دې تر ۲کلونو افغانانو ته نه سپارل کیږي"

د ولسي جرګې مرستیال خالد پښتون وایي، تر دوو کلونو نوروهم باید د کندهار امنیتي چارې افغانانو ته ونه سپارل شي.

پښتون نن له غرمې مخکې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، چې کندهار د طالبانو مرکز وو او اوسمهال هم نا امنۍ په کې ورځ تربلې زیاتیږي.

″زموږ غوښتنه دا ده، چې ترڅو دغه شرایط مهیا نه شي، موږ وايو، چې کم له کمه تر راتلونکي یو کال او زیات نه زیاته د دوو نورو کولو لپاره د کندهار امنیت دې د افغان ځواکونو ترڅنګ د بین المللي ځواکونو په کنټرول کې پاتې وي، ترڅو دوی (افغان ځواکونه) خود کفا شي او وتوانیږي، چې خپل امنیت په خپلو مټو وساتي.″

له دې وړاندې د ولسي جرګې دفاعي کمیسیون ویلي وو چې د امنیتی چاروسپارلو دویم پړاو باید له نامنه سیمو پیل شي.