په پنجشیر کې د سرې میاشتې ودانۍ جوړه شوه

په پنجشیر کې د سرې میاشتې د ودانۍ کار نن پای ته ورسید او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه.

د پنجشیر د سرې میاشتې ریس ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دغې ودانۍ کار شپږ میاشتې وړاندې پیل شوی وو او څه باندې شپږ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغی.

د فدایي په خبره دغه دوه پوړیزه ودانۍ په دوه جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده.