د یونان صدراعظم جورج پاپندریو اعلان وکړ، چې د پورونود ترلاسه کولو پر سر اختلافات به د ټول پوښتنې له لارې هوار کړي.
له یوې اونۍ راهیسې د دې پورونو پر سر په یونان کې اعتصاب روان دی.
د ایرو پیسو د چلند زون مشرانو موافقه وکړه، چې اتن ته د دوهم ځل لپاره د یو سل او دیرش میلیارډه ایرو په ارزښت پور ورکړي څو په دې ډول یونان د خپلو پنځوس فیصده پورونو غم وخوري.
پاپاندریو وویل، دی په خپل هېواد کې د اصلاحاتو لپاره د نړېوالو پراخې مرستې ته اړتیا لري،پاپندریو د دوشنبې په ورځ پارلمان ته په وینا کې وویل:
« دا د دیموکراسۍ معتبره بڼه ده، دا د وطن پرستۍ لپاره مهمه شیبه ده څو هیوادوال پریکړه وکړي، نو اجازه راکړئ چې خلکو ته وروستۍ خبره وکړو او هغوی پریږدو چې خپله پریکړه وکړي، د ګوندونو لپاره پریکړې و نه کړي او د هیواد برخلیک په خپله وټاکي»
نوموړي د دې ټول پوښتنې نېټه ونه ټاکله خو دا به په تیرو څلویښتو کلونو کې دوهمه ټول پوښتنه وي چې په یونان کې کیږي.