د ملګروملتو کلتوري څانګې، يونسکو، پرون فلسطينيانو ته له دې سره سره بشپړ غړيتوب ورکړ، چې د امريکا متحد ايالتونه د ملګروملتو له دې ادارې سره د مرستې مخه نيسي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وويل، متحد ايالتونه به له پلان سره سم هغه شپېته مليون ډالره يونسکو ته ورنه کړي چې ټاکل شوې وه په نومبر کې ورکړاي شي.
د امريکا د متحدو ايالتونو قوانين، د ملګرو ملتو هرې هغې ادارې يا موسسې ته د حکومت د مالي مرستې مخه نيسي چې فلسطينيانو ته پوره غړيتوب ورکوي.
اسراييلو هم ويلي چې د ملګروملتو له کلتوري څانګې يونسکو سره د مالي مرستو پر بندولو غور کوي.
خو فلسطينيانو د ملګرو ملتو پرېکړه تاريخي بللې او د هغې يې هرکلي کړي دي.