د لیبیا نوی صدراعظم انجینیر عبدالرحیم الکیب شو

د ليبيا د انتقالي حکومت چارواکو پرون د برېښنا انجنيرعبدالرحيم الکيب نوي صدراعظم ونوماوه.

د ليبيا ملي انتقالي شورا د سيرت ښار له نيولو او د هغه په نتيجه کې د معمر قذافي له وژل کېدو او په ليبيا کې دازادۍ له اعلانولو څو ورځې وروسته صدراعظم ونوماوه.

همدا راز تر دې څو ساعته وروسته ناټو په ليبيا کې خپل اووه مياشتني ماموريت، چې د قذافي د حکومت له پرزولو سره يې مرسته وکړه، پای ته ورساوه.

د ناټو عمومي منشي اندريس فوګ راسموسن په طرابلس کې د خبرو په مهال د پاڅون په ترڅ کې د ليبيا د خلکو زړورتيا، اراده او قربانۍ وستايلې:

«تاسو د خپل تاريخ او برخليک د بدلولو لپاره اقدام وکړ، موږ ستاسې د ساتنې لپاره هڅه وکړه.موږ په ګډه بريالي شوو.بالاخره ليبيا ازاده شوه.»

الکيب به، چې سوداګر او اکاډيميک هم دي، په راتلونکو ورځو کې نوې کابينه جوړه کړي.

د ليبيا ملي انتقالي شورا غواړي چې په اتو مياشتو کې يوې منتخبې شورا ته واک وسپاري.