د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون وروسته له هغې چې د اسرایلو او فلسطینیانو تر منځ په نښتو کې لس فلسيینیان او یو اسرایلي ووژل شول، اسرایل یې له جګړې څخه لاس اخیستو ته وهڅول او له غزې څخه د اسرایلو پر لور یې د توغندیو بریدونه وغندل.
بان کي مون دا څرګندوني وروسته له هغې وکړې، چې پرون د مصر په منځګړیتوب د دواړو لورو تر منځ د اوربند تر اعلان څو ساعته وروسته د اسرایلو په هوایې برید کې یو شمېر فلسطیني وسله وال ووژل شول.
اسرایلو وویل، چې دغو کسانو د توغندي توغولو ته تیارۍ نیوله.
وروستۍ شخړي په څه باندې تیرو دومیاشتو کې په غزه او شاوخوا سیمو کې ترټولو سختې شخړې دي.