په لیبیا کې د کیمیاوي وسلو شتون تایید شو

د لیبیا د موقت حکومت صدر اعظم پرون په لیبیا کې د کیمیایي وسلو موجودیت تایید کړ او ویې ویل، چې بهرني پلټونکي به د رواني اونۍ په پای کې لیبیا ته راشي او په دې اړه به اقدام و کړي.

صدر اعظم محمود جبریل زیاته کړه، چې لیبیا د دا ډول وسلو د ساتلو لیوالتیا نه لري.

هغه په دې اړه نور جزیات ورنه کړل.

تیره اوونۍ د لیبیا لپاره د ملګري ملتونو ځانګړي استازي لان مارټين د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل، چې د دې وسلو ځایونه یې مشخص کړي دي.

د ملګري ملتونو هغه پریکړه لیک چې مسوده، یې د روسیې له خوا برابره شوې او روانه اونۍ به رای اچونې ته وړاندې شي، له لیبیا یي چارواکو غواړي، چې د نړیوالو چارواکو په همږغی دې د کیمیاوی موادو زیرمې له منځه یوسي.