مصر:د اسرایلو او فلسطین په اوربند کې پاتې راغلو

مصر وايي د اسرایلو او فلسطنیانو ترمنځ د اوربند په ټینګولو کې پاتې راغلي دي.

فلسطینیانو په تازه حمله کې پر اسرایلو درې توغندي ویشتي چې د راپورونو له مخې دوه يې په هوا کې خنثې شوي او یو د اسرایلو په جنوبي سیمه لګیدلی دی.

په دغه راکټي حمله کې د سر او مال د زیان راپور نه دی ورکړ شوی.

له دې نه مخکې اسرایلي جنګي الوتکو په غزه کې د وسله والو پر شپږو مرکزونو حمله وکړي چې د زیانونو په اړه يې څه نه دي وژل شوي .

د تیرې شپې دا حملې د پرون ورځي د تاوتریخوالي په دوام کې شوي دي.

په پرونیو حملو کې نهه فلسطیني وسله وال او یو اسراییلي ملکي وګړی ووژل شول.

د اسرایلو پوځ وايي په برید کې د اسلامي جهاد وسله وال په نښه شوي او دا برید له غزې نه د فلسطینانو د راکټي حملو په عکس العمل کې شوی دی.

مصر چې په منځګړتوب يې د اسرایلو او حماس ډلې تر منځ د زندانیانو تبادله شوې ،ویلي چې د شخړي ددواوو لورو تر منځ د اوربند لپاره ددي هیواد هڅې ناکامي شوي دي.

اسرایلو د فلسطینانو د راکتي حملو په وړاندې د احتیاط په توګه نن په جنوبي سیمو کې ټول ښونځي تړلي او بل خوا په غزه کې زرګونو فلسطینانو ته ویل شوي چې په کورونو کې پاتي اووسي.