بوسنیا:د امریکا پر سفارت شوی برید څیړو

بوسنيا وايي، له سربيا سره په ګډه په سرايفو کې د امريکا پر سفارت د جمعې د ورځې بريد، چې د يوه سخت دريځي وسلوال له لوري وشو، څېړي.

د بوسنيا د امنيت وزير صادق احمدوويچ پرون په سرايفو کې خبريالانو ته وويل، چې په دې ښار کې د امريکا پر سفارت بريد، يو تروريستى بريد و. د بوسنيا- هرزګووينا چارواکي د سربيا له چارواکو سره خپلې څېړنې هماهنګوي.

پرون وختي د سربيا پوليسو وويل، چې په دې پېښه کې د لاس لرلو په شک يې 17 کسان نيولي، چې د يوې بنسټپالې ډلې غړي دي.