یوې اسرائيلي الوتکۍ پر فلسطيني وسلوالو حملې وکړې

اسرائيلي او فلسطيني چارواکي وايي، پرون د اسرائيل يوې الوتکۍ دوه ځلې پر سخت دريځو فلسطيني وسلوالو حملې وکړې، چې دوى په ځواب کې د اسرائيل پر جنوبي ښارګوټو د توغنديو بريدونه وکړل.

فلسطيني چارواکي وايي په هوايي بريد کې 7 سخت دريځي وسلوال وژل شوي او پنځلس نور ټپيان شوي دي. هاخوا اسرائيل وايي د دوى ګڼ ملکيان ټپيان شوي دي.

د اسرائيل پوځ وايي په هوايي بريد کې يې د اسلامي جهاد ډلې سخت دريځي وسلوال په نښه کړي.

اسلامي جهاد په غزه کې يوه له هغو ډلو ده چې د اسرائيل پر جنوبي برخو توغندي اوروي.