ناټو وایي، د دوي یو عسکر نن په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې بمي چاودنې کې وژل شوې دی.
د دغه عسکر په مړینې، په افغانستان کې په روان کال کې تر اوسه د ایتلافي عسکرو د مړینې شمېر ۴۸۰ ته ورسیده.
له بلې خوا، د افغانستان پولیس وایي، په کندهار کې د ولایتي بیارغووني پر دفتر باندې د وسله والو طالبانو د پنجشنبې د ورځې حملې کي څلور تنه وسله وال او د ایساف یو افغان ترجمان وژل شوی دی.
طالبانو د دغې حملې مسولیت پر غاړه اخیستی او له توغندیو، لاسي بمونو او سپکو وسلو څخه یي کار اخیستی و.