د ملا عزیزالله پنامه د طالبانو یوه قوماندان بي بي سي سره مرکې کي ویلي، د آی اس آي جنرالانو او پوځيانو ورته پوځي زده کړې ورکړې، د بمونو جوړولو عملي چلونه یي ورته ښودلې دې.
ملا عزیزالله دا هم ویلي، طالبان لکه د یوې ونې په څیر، آي اس اي کرلې، اوبه ورکوي او پالنه یی کوي.
د طالبانو یوه بل قوماندان ملا قسیم د بي بي سي خاصي تلویزیونې مستندې خپرونې Secret Pakistan ته چی تېره شپه خپره شوه، وویل، “د یوه جنګیالې لپاره دوه شیان مهم دي، مواد او امن ځاي. دا دواړه پاکستان طالبانو ته برابر کړیدي”.
امریکایي جګ پوړو چارواکو هم په وار وار ویلي، د پاکستان اسخباراتي اداره په افغانستان کي د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.
د پاکستان پخواني جمهور رئیس جنرال پرویز مشرف د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ او ویي ویل: “ که چیري امریکا افغانستان بی ثباته پریږدې او دا هیوادله هند سره ځان نږدی کړې، نو د پاکستان استخباراتي ادارې به یي پر ضد لازم اقدامات وکړې”.
پوښتنه دلته چی پداسی یوه څرګند، خطرناک او حساس حالت کی د افغانانو او په خاص ډول د افغانستان د دولت مسوولیت او دنده څه ده؟
آیا په افغانستان کي د یوه سالم، متحد او ملي ګټو ته د پوره وفارداره زعامت اړتیا له بل هر وخت زیاته نده؟
دا به له محترمو میلمنو او تاسو دوستانو نه واورو:
د کابل په سټډیو کي محترم میلمانه دي:
۱ – په ولسې جرګې کي د دفاعي چارو د کمیسیون رئیسه محترمه شکریه بارکزۍ
۲ – د پوځي چارو کارپوه ښاغلی جنرال عتیق الله امرخېل
۳ - د افغانستان د حکومت د خبری رسنیو د مرکز مرستیال ښاغلی صفت الله صحاف ساپى
دغه پروګرام په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ