په تیرو ۲۴ساعتونو کې ۵مخالفینو ته مرګ ژوبله اوستې



د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د دولت پنځه تنه وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ددغه وزارت لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې دې کسانو ته د ملي اردو، پولیسو او نړیوالو ځواکونو په ګدو عملیاتو کې مرګ ژوبله اوښتې.

د خبر له مخې پدې عملیاتو کې د دولت څلور تنه وسله وال مخالفین وژل شوي، یو یی ټپي شوې او دري دیرش تنه نور یې نیول شوي دي.

خو وسله والو مخالفینو پدې اړه کومه تبصره نده کړې.