د ساخاروف د جایزې په وروستي لیست کې

د عربي هېوادونو د پسرلي پنځه فعالان، د بیلاروس دیمیتري بندارینکا او یو کولمبیايي کروندګر د روان ۲۰۱۱ کال د ازادۍ لپاره د ساخاروف د جایزې په وروستي لیست کې شامل دي.

د عربي هېوادونو د پسرلي پنځه فعالان د هغه پاڅون نمایندګي کوي چې د روان کال په لومړیو کې په تونس کې پیل شو او شمالي افریقا ته خپور شو.

دیمیتري باندارینکا د بیلاروس مدني فعال او د بیلاروس د ژورنالستانو د ټولنې غړی دی.

د سخاراوف جایزه د پخواني شوروي اتحاد د ناراض فزیکپوه اندرې ساخاروف په ویاړ نومول شوې او له ۱۹۸۸ څخه د اروپايي پارلمان له لوري هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د بشري حقونو او دیموکراسۍ لپاره یې فوق العاده هلې ځلې کړي وي.