په چین کې په ټولنیز خبرې رسنیو بندیز لګېدلی



چین په ټولنیزو خبري رسنیو او د پیغام استولو په وسایلو سخت بندیزونه لګوي.

په چین کې د مایکرو بلاګ انټرنټي پاڼې زیاتې شوې او یو شمېر یې په حکومتي چارواکو سخت انتقادونه کوي او دغه راز د شخړو او د چارواکو د ناوړه چال چلند راپورونه خپروي.

د ټولنیزو خبري رسنیو لپاره نوي مقررات په روانې میاشت کې د چین د کمونست ګوند د مرکزي کمیټې په غونډې کې برابر شول.

د چین د کمونست ګوند په اعلامیې کې، په منظم ډول د معلوماتو د خپرولو غږ شوی او د دغه نوي قانون له مخې هرڅوک چې ضرر رسوونکي معلومات خپاره کړي، سخته سزا به ورکول شي.