اوباما: د قذافي وژنه د نړۍ دیکتاتورانو ته یو پیغام دی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وایي، د لیبیا وژل شوي واکمن معمر قضافي په لیبیا کې د ډیموکراسۍ د راوستلو فرصت له لاسه ورکړی وو او د هغه وژنه په نړۍ کې د ټولو دیکتاتورانو لپاره یو پيغام دی.

″دا هغه څوک و، چې د څلویښتو کلونو لپاره یې خپل هیواد په ویره کې ساتلی و. له تروریزم یې ملاړ کاوه. هغه د عرب سپرلي په ترڅ کې دا فرصت درلود، چې په نهایت کې واک پریږدي او په سوله ییزه توګه دیموکراسۍ ته انتقال شي.

موږ ورته لوی فرصت ورکړ، خو هغه په ښکاره دا کار و نه کړ. تاسو به ونغواړﺉ لکه څنګه چې د هغه خاتمه و شوه داسې د چا نهایت وي. خو زه فکر کوم دا د نړی دیکتاتورانو ته دا پيغام ورکوي، چې خلګ غواړي آزاد اوسي.″

ولس مشر اوباما دا څرګندوني وروسته له هغې کړي، چې د لیبیا د انتقالي شورا مشران وایي، چې د قضافي او د هغه د زوی جسدونه یې پرون په یوې دښته کې په نامعلومه ځای کې خاورو ته سپارلی.

بل لور ته د قضافي یو بل زوی سیف الاسلام لا هم ژوندی دی او چارواکي وایي، چې هغه د لیبیا په جنوبي صحرا کې دی.