معمر القذافي مړ دی، لیبیا آزادي اعلان کړې او ناټو په خپل بري خوښي کوي. خو ټول خلک په دغه حالت خوښ نه دي. د نورو په سر کې، روسیه ده، چې د قذافي په وژنې یې خپګان او غبرګون ښودلی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لافروف وایي، د لیبیا یاغیانو د جینیوا له کنفوانسیون څخه سرغړونه کړې او د پنجشنبې په ورځ یې سیرت ښار ته نږدې نوموړی له نیولو وروسته وواژه. د لافروف په وینا، له قذافي سره باید د جنګي بندي چلند شوې وای.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د جمعي په ورځ د اکتوبر په ۲۰ مه د روسیې له یوې راډیو سره مرکې کې، د لیبیا د پخواني مشر د موټرو په کاروان باندې د ناټو هوایي حمله وغندله او ویې ویل، د ناټو دا حمله د ملګرو ملتونو د امنیت شوری له پریګړه لیک څخه زیاتی دی او په دې اړه یې د تحقیقاتو غږ وکړ.
“د موټرو پر کاروان باندې له هوا څخه حمله د الوتکو د الوتنو له بندیز سره هېڅ تړاو نه لري. په دغه خاص حالت کې د بې ګناه خلکو د ژوند د ژغورولو خبره اصلا مطرح نه ده او دا ځکه چې کاروان په هیچا حمله نه وه کړي.”
د فبرورۍ له میاشتي یعني له هغه وخت راهیسې چې د ملګرو ملتونو امنیت شوری، ناټو ته په لیبیا باندې د الوتنو د بندیز اجازه ورکړې وه او مسکو یې ملاتړ کړی و، دا د روسیې او لویدیځ تر منځ د لیبیا د شخړې پر سر لومړنۍ لانجه ده، چې راپورته شوې ده.
له فذافي سره د مسکو اړيکې:
مسکو له ډېر پخوا مودې یعني د پخواني شوروی اتحاد له وخت راهیسې له لیبیا سره د دوستۍ اړیکې درلودلې. روسیه ممکن دا مهال لیبیا ته د وسلو پلورلو او د پروژو په برخو کې د میلیاردونو ډالرو تاوان وکړي. له روسې سره زیات شمېر قراردادونه په خپله قذافي لاسلیک کړي وو.
روسیې تل ټینګار کاوه، چې د ملګرو ملتونو پریکړه لیک ممکن تحریف شي او پر لویدیځ یې تور لګاوه، چې له دغه پریکړه لیک څخه د لیبیا د مشر د راپرزولو کار اخلي.
په مسکو کې د یوه څيړنېز مرګز ″رییس الیکسي موخین″ چې موسسه یې سیاسي معلومات خپروي، په دې اړه وایي:
“یو شی چې اعلان شوی و او ناټو ویل، هغه دا و، چې دوی خپل عملیات د قذافي ځواکونو په مقابل کې د سوله ییزو خلکو د د دفاع په مقصد پيل کړي. خو وروسته معلومه شوه، چې د ناټو د ماموریت هدف په لیبیا کې د قذافي وژل وو.
په دې اړه نور شواهد هم شته او د ناټو عمومي منشي اندریس فوغ راسموسن د قذافي له وژلو سره سم اعلان وکړ، چې په لیبیا کې جګړه ختمه شوه.”
موخین وایي، لویدیځ تل قذافي ته د یوه ظالم او لوده شخص په سترګه کتل خو روسیې نوموړی تل د یوه اعتماد وړ متحد په توګه پیژاند:
“زموږ لپاره قذافي په نړیواله سطحه یو مشروع مشر و، چې د واکمنۍ لپاره یې مشروعیت درلود، خو د لویدیځ ځینو خبري رسنیو هغه انسان خوړونکی او جاني معرف کړی و.”
روسي چارواکو شک ښودلی، چې له قذافي وروسته دې په لیبیا کې یو باثباته رژیم راشي او سیاسي خلا دی ډکه کړي.
د قذافي له وژنې وروسته د انګلستان په ورځپاڼو کې ځیني غټ غټ سرلیکونه ولیکل شول: ″دا د لاکربي لپاره وو.″
ډګروال نارینه مړ شو:
د انګلستان د ″سن″ ورځپاڼې ولیکل: ″د قدافي له وژلو یوه ورځ وروسته″ دا سرلیکونو په ۱۹۸۸ کال کې د پان آیم مسافر وړونکې الوتکې ته اشاره وه. چې ۲۷۰ کسان په کې وژل شوي وو. خو د روسیې یوه مشهور اخبار “مېټرو” په ډېر احترام یو سرلیک ولیکه: ″ډګروال نارینه مړ شو.″
څیړونکي وایي، په دې سربېره چې روسیې په لیبیا کې ډېر مهم او غوړ غوړ قراردادونو له لاسه ورکړل، کریملن دا بیره هم لري، چې د “عربو سپرلی” په نامه چې په منځني ختیځ کې کوم پاڅونونه رامنځ ته شوي په ګورجستان، اوکراین او قرغزستان کې د لویدیځ په ملاتړ د رنګه انقلابونو په څېر ممکن نورو برخو ته هم پراخ شي.
د ″یژید نیفني ژورنال″ مرستیال چلوونکی الکساندر ګولتس وایي، کریملن تل دا پاڅونونه د هیوادونو د کورنیو حرکتونو نتیجه نه، بلکې د لویدیځ بهرني مداخله بللي او فکر کوي، چې په روسیې کې همم ممکن تکرار شي:
“البته د روسیې رژیم د قذافي له رژیم سره نه شي مقایسه کیدای او په عین حال کې روسي چارواکي داسې محاسبه کوي، چې یوه خاصه ډموکراسي لري.
د روسیې مشرتابه دغه راز وارخطا دی، چی لویدیځ به بالاخره په دې هیواد کې هم یو ډول رنګین انقلاب تنظیموي.”
د امریکا جمهوریت غوښتونکی سناټور جان مککین دا اندیښنه یا بیره نوره هم هغه وخت زیاته کړه، چې بي. بي. سي ته یې وویل، چې د قذافي وژنه باید د نړۍ ډيکټاروانو ته یو خبرداری وي.
د ده اشاره د روسیې صدراعظم ولادمییر پوتین او په خاص ډول د سوریې جمهور رییس بشار الاسد ته وه.

زموږ لپاره قذافي په نړیواله سطحه یو مشروع مشر و، چې د واکمنۍ لپاره یې مشروعیت درلود، خو د لویدیځ ځینو خبري رسنیو هغه انسان خوړونکی او جاني معرف کړی و.
موخین