په ترکیه کې زلزلې ډیر زیان اړولې

Your browser doesn’t support HTML5

د ترکې د بیړنیو پېښو دفتر نن په یوه بیان کې وویل، شاوخوا یوزر درې سوه کسان ټپیان شوې دي او تر دوه زره دوه سوه شپیتو ډيرې ودانۍ ړنګې شوې دي. د اووه اعشاریه دوو ریښتر په اندازه زلزله د ترکې پپه وان ولایت کې وشوه او ژغورني ډلې د خلکو د ژغورنې هڅې کوي اما وایي چې د ژغورلو هیلې یې لږې دي. په زرګونو کسانو دوهمه پرله پسې شپه په خیمو کې په یخې هوا کې تیره کړه. د ایرجس ښارو شاخوا د زلزلې کوچني ټکانونه دوام لري. د ترکې صدراعظم رجب طیب اردووان د دوشنبې په ورځ وویل چې ترکیه کولای شي چې دا ستونزه په خپله هواره کړي او تر اوسه په دې برخه کې نړیوالو مرستو ته اړتیا نه لري.