د روسيې ولسمشر ديميتري مېدوېديف پرون په ارمنستان کې د دغه هېواد له ولسمشر سيرژ سرکيسيان سره په ګډه د ترکيې ولسمشر عبدالله ګل ته ټېلیفون وکړ، چې په دغه هېواد کې د يکشنبې د ورځې په زلزله کې د سلګونو تنو پر وژل کېدو ورسره خواشينې څرګنده کړي.
کريملين ماڼۍ وويل، چې سرکيسيان هم په ټېلفوني خبرو کې برخه واخيسته او د خواخوږۍ د ښکارلو په څنګ کې يې له خپل ترک ساري سره ملاتړ اعلان وکړ.
د ترکيې ولسمشر عبدالله ګل د سرکيسيان له لوري د ترکيې له خلکو او حکومت سره د پيوستون په څرګندولو خوښي وښوده.
د ترکيې او ارمنستان ترمنځ اړيکې د لومړۍ نړيوالې جګړې په وخت د عثمانيانو له لوري د يونيم مليون ارمنيانو د قتل عام او د اذربايجان د نيګورنو قره باغ د جلا شوې سيمې پر سر له کلونو راهيسې ښې نه دي.
د ارمنستان ولسمشر له خپل روسي ساري سره له خبرو وروسته د اذربايجان او ارمنستان د اړيکو د ښه کولو لپاره د مېدوېديف رول وستايه:
«د ولسمشر مېدوېديف په منځګړتوب او ګډون د ارمنستان او اذربايجان ولسمشرانو لس غونډې کړي او درې اعلاميې يې لاسليک کړي چې په سيمه کې يې د نازکې سولې له پايېدو او لږترلږه د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد، که ونه وايو، د اعتماد د نښو له راڅرګندېدو سره مرسته کړې ده.»
د نيګورنو قره باغ ارمنيانو د ارمنستان په مرسته په يوه جګړه کې دا سيمه ونيوله. د دوي ترمنځ په ۱۹۹۴ کې اوربند وشو خو د نيګورنو قره باغ وروستۍ فيصله لا هم نه ده شوې.