کلنټن: له عراق څخه زموږ وتل زموږ د ژمنو د کمېدو په معنی نه دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هلري کلنتن ویلي، ایران باید د دې غلط فهمۍ ښکار نه شي، چې له عراق څخه د امریکايي عسکرو وتل، په دې هیواد کې د نوې پيدا شوی ډیموکراسۍ لپاره د امریکا د تعهد د کمیدو معنی لري.

کلنتن وویل، چې امریکا به له عراق سره د روزنې په برخه کې داسې همکاري وکړي، لکه په کولمبیا او نورو ځایونو کې چې یې مثال موندل کیدای شي.

سره له دې چې متحد ایالات به په عراق کې جنګي ځواک ونه لري، د کلنتن په وینا، په سیمه کې د امریکا د اډو د موجودیت په خاطر به، د امریکا حضور پياوړی پاتې شي.