د ترکیې په ختیځ کې د یوې زلزلې په نتیجه کې د تلفاتو شمېره له دوو سوو واوښته.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ادریس نعیم سهیم وویل، چې ۱۱۷ تنه د ایرسیس په ښار کې او شاوخوا ۱۰۰ تنه هم د وان په ښار کې وژل شوي دي.
ده همدا راز وویل، چې یو زر او نهه تنه هم په دې ۷،۲ درجې زلزلې کې چې یو زیات شمېر ودانۍ یې زیانمني کړي، ټپیان شوي دي.
نوموړي دا څرګندوني په داسي حال کې وکړې، چې ژغورونکو د شپې په مخه تر خاورو او ډبرو لاندې د ژوندي پاته شوو کسانو په لټه کې وو.
د رسنیو د راپور له مخې په سیمې کې د بریښنا او ټيلیفون لینونه پرې شوي دي.
ناټو سازمان، امریکا، جاپان، چین، اذربایجان او نورو اروپایې هیوادونو د ترکیې سره د مرستې وړاندیز کړی.
ترکیه په ۱۹۹۹ کال کې هم د یوې سختي زلزلې شاهده وه، چې په کې ۲۰ زره تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.