۱۷تنه د مخدره توکو د قاچاق په تور په بند محکوم شول

د مخدره توکو د استیناف محکمې ۱۷ تنه د مخدره توکو د قاچاق په تور نیولي او د نهو نه تر ۲۰ کلونو په بند یې محکوم کړي.

له مخدره توکو سره د عدلي او قضایي مرکز په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د هلمند، کندهار، ننګرهار، کاپیسا، کندز، او پنجشیر اوسیدونکي دي چې د ۳۱۳ کیلو ګرامه هیرویین او ۹۹۸ کیلو ګرامه تاریاکو په قاچاق نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، چې له مخدره توکو سره د استیناف محکمې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۱۸۳ کسان په سختې سزا او ۴ تنو ته یې د جرم د نه ثابتیدو له امله برات کړی دی.