د جیوتلویزون سره د کرزي د مرکې خبرې تحریف شوي

افغان حکومت وایي، چې د پاکستان له جیو ټلویزیون سره د ولسمشر کرزي خبرې تحریف شوي او که چېرې بشپړه مرکه یې خپره شي نورې مهمې خبرې په کې دي.

د ولسمشرکرزي ویاند ایمل فیضي ازادۍ راډیوته وویل، چې ولسمشر کرزي په مرکه کې ویلي، چې افراطیت په پاکستان کې زیږدلی او له تروریزم او افراطیت څخه د پاکستان په سیاست کې کار اخیستل کیږي:

ده څرګنده کړه، چې ولسمشر کرزي په دې مرکه کې دا هم ویلي، چې نور له اشخاصو سره د سولې خبرې نه کیږي او د سولې خبرې اترې باید د پاکستان له حکومت سره وشي.

تر دې وړاندې په رسنیو کې داسې وویل شول، چې ولسمشر کرزي په دې مرکې کې څرګنده کړې چې له سخت دریځو سره خبرو ته چمتو دی او که چیرې پر پاکستان امریکا یا کوم بل هېواد برید وکړي نو افغانستان به د پاکستان د حکومت ترڅنګ ودریږي.