په یورو زون کې د پورونو د ستونزو د هواري لپاره پرمختګ شوی

د فرانسې او جرمني مشران وایي، چې په یورو زون کې د پورونو د ستونزو د هواري لپاره یي د یوه هر اړخیز پلان په جوړولو کې پرمختګ کړی دی.

د جرمني صدراعظمې انګلا میرکل او د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي دغه څرګندونې په بروکسل کې د اروپایي اتحادیي له سرمشریزې دمخه چې نن پرانیستل کیږي، د دې اتحادیي له لوړ رتبه چارواکو سره له خبرو وروسته وکړې.

د دغې سرمشریزې هدف دا دی چې د ایرو او اروپایي بانکونو د پیاوړتیا لپاره پریوه پلان موافقه وشي او مارکیټونو ته ډاډ ورکړل شي، چې د یونان د پورونو ستونزه به نورو سختو پوروړو هېوادونو لکه هسپانیا او ایټالیا ته ونه غزیږي.