"د ایران مجاهدین خلق ډله دې له تروریستي لیسته وویستل شي"

د امریکا په مرکز واشنګټن کې سپيني ماڼۍ ته څیرمه پرون په سلګونه تنو د یوې غونډي په ترڅ کې له ولسمشر اوباما څخه د تروریستي لست څخه د ایران د حکومت د مخالفې مجاهدین خلق ډلې د لیرې کولو غوښتنه وکړه.

د تروریستي لست څخه د دې ډلې لرې کول به دوي ته دا اجازه ورکړي چې خپلې پيسې بیرته را ژوندي کړي او په امریکا کې فعالیت وکړي چې اوس بندیز ورباندې لګیدلی دی.

دا ډله چې په بمي چاودنو او ترورونو کې په لاس لرلو او همدا راز د عراق له پخواني واکمن صدام حسین سره په اړیکو لرلو تورنه ده د امریکا له خوا په ۱۹۹۷ کې په تروریستي لست کې شامله شوه، خو دا ډله وایي چې اوس یي له تاوتریخوالي لاس اخیستی دی.

د روان کال د اپریل په میاشت کې پر دې کمپ د عراقي ځواکونو له خوا په حملې کې ۳۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.