که امريکا او نړيوال په رشتيا وغواړي چې د افغانستان جنګ پای ته ورسوي، نو بايد د سولې لاره پرمخ يوسي، د افغان اولس غږ ته لبيک ووايي، د افغان اولس د ځورولو لاس واخلي، د ملت ضروريات پوره او ستونزي يې حل کړي او هم بايد وسله وال طالبان د سولې لاره خپله کړي، نور د جنګ نه لاس واخلي او د هيواد د ورانولو پر ځاى ودانولو ته کار وکړي.