د ملګرو ملتونو د امینت شورا د جمعې په ورځ په اکثریت رایو سره یوه مصوبه تصویب کړې، چې په کې په یمن کې په حکومت او مخالفانو دواړو ټینګار شوی، چې زر تر زره دې خپلو کې یو داسې جوړجاړي ته ورسیږي، چې په ترڅ کې یې په دې هیواد کې د ولسمشر علي عبدالله صالح درې دېرش کلنې واکمنۍ پای ومومي.
دا له هغې را وروسته، چې اته میاشتې د مخه په یمن کې پراخې مظاهرې پیل شوه تر اوسه د یمن په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا لومړنی پریکړه لیک دی.
په پریکړه لیک کې د یمن د ریژیم خلاف د کومو بندیزونو یا نورو اقداماتو یادونه نه ده شوې.
خو په متن کې د مظاهره چیانو خلاف د حکومت د تاوتریخوالي ډک اقدامات غندل شوې او ویل شوي، هغوی سره باید حساب وشي، چې په تاوتریخوالي او د بشري حقونو په سرغړاويو کې ښکیل وي.