راپورونه وايي، چې د بلاروس په پایتخت مینسک کې پولیسو د حکومت د مخالفو درې تنه فعالان نیولي او په لسګونو نور یې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د ریژیم خلاف له مظاهرو منع کړي دي.
د اسوشیېټد خبري اژانس وايي، د مخالفو دا درې فعالان د جمعې په ماښام د مینسک په مرکزي څلور لارې کې په داسې حال کې ونیول، چې په لسګونو نور اعتراض کونکي دې څلورې لارې ته د ولسمشرۍ د بندي کاندیدانو او سیاسي فعالانو د عکسونو سره راغلي وو.
مظاهره چیانو نارې وهلې چې ″نن د قذافي وار و د لوکاشینکا نوبت سبا دی.″